Balkh.com

Official website of Balkh province

enter image description here

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور وايي، د بلخ له ولایته نه تېرېږي او نه ولسمشر او نه اجرايي رييس دی له ولایته لېري کولی شي. ده وویل، د بلخ د والي په توګه به کار ته دوام ورکړي مګر دا چې جمعیت ګوند ورڅخه وغواړي چې د بلخ له ولایته لاس واخلي. عطا محمد نور په مزارشریف ښار کې یوې غونډې ته په وینا کې پر اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سخت انتقادونه وکړل او هغه یې د لستوڼي مار وباله. ده همداراز وویل«که ولسمشر ښاغلی اشرف غني له ما سره هره دښمني کوي، حق یې دی؛ مخالف یې وم، د ده د ټیم پر ضد مې کار کاوه، د ده پر ضد مې خبرې کړي. له ولسمشر کېدو وروسته مې هم د ده او د ده د حکومت خلاف ډېرې خبرې کړي دي.» ده د ۱۳۸۸ او ۱۳۹۳ کلونو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د عبدالله ملاتړ خپله تېروتنه وبلله، ویې ویل چې عبدالله له جمعیت ګوند او احمدشاه مسعود سره خیانت کړی دی. نور عبدالله ته د سپکو سپورو او توندو خبرو په دوام کې وویل«عبدالله ما ته غاښونه چیچي، زه به یې غاښونه مات کړم.» ده اجرايي ریاست غیرقانوني وباله، ویې ویل، د ولسمشر دنده او د کار موده په اساسي قانون کې ټاکل شوې ده چې ۵ کلنه دوره به تېروي خو اجرايي ریاست په قانون کې نشته او دا د جمعیت ګوند برخه ده او دا ګوند نور عبدالله عبدالله خپل استازی نه ګڼي. دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت ګوند نورو غړیو تراوسه پورې نه دي ویلي چې عبدالله عبدالله خپل استازی نه ګڼي یا اجرايي ریاست غیرقانوني دی. وړمه شپه د جمعیت ګوند د انسجام شورا غړیو له ولسمشر غني سره وکتل او ورته ویې ویل، د افغانستان د اساسي قانون مطابق په دولت کې تقرر، تبدیلي او تقاعد یو اصل دی او دوی د دې اصل ملاتړ کوي. خو نور وویل چې د انسجام شورا غړیو د عبدالله په اشاره له ولسمشر غني سره کتلي دي. ولسمشر غني د عطا محمد نور پر ځای انجنیر محمد داوود د بلخ والي ټاکلی دی. ارګ نن د عطا محمد نور د څرګندونو په غبرګون کې یوازې دومره وویل چې انجنیر داوود د بلخ والي دی. له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د بلخ د نظم عامې قوماندان او د بلخ د پولیسو د امنیت امر ته د عطا محمد په ګټه د څرګندونو په خاطر دسپلیني جزا اعلان کړه. د کورنیو چارو وزارت وايي، جنرال حسیب الله قریشي او عبدالرزاق قادري د یوه سیاسي جریان او شخص ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې د قانون له مخې هیڅ افسر یا پولیس د سیاسي جریانونو د ملاتړ اجازه نه لري.